https://www.facebook.com/bbcnewspashto/videos/640101273238082/

یوه ځوان افغان سندرغاړي چې له عرفاني موسیقۍ الهام اخلي، د خپل هنر له لارې د تشدد او توندلارۍ پر وړاندې مبارزه پیل کړې ده.

دغه سندرغاړی په څو ژبو سندرې وایي او لومړنۍ سندره یې هم په درېیو ژبو عربي، انګلیسي او اردو خپره شوې.

زین الله زین خان وایي موخه یې دا ده چې د خلکو پام عرفان او هغو ارزښتونو ته ورواړوي چې تشدد او توندلارۍ پکې ځای نه لري.

* عدنان سمیع؛ "افغان د کور په لټه کې"

* امریکایی سندرغاړی د افغان کډوال په وهلو محاکمه شو

مولانا د دغه ځوان افغان سندرغاړي زین الله زین خان لومړنۍ ویډیویي سندره ده. پيل یې پر عرفاني سبک او هنر کړی.

مینه، سوله او یو د بل منل د دې سندرې اصلي پیغامونه دي. پيغامونه یې دومره مهم دي چې په درېیو ژبو یې تکراروي.

دا سندره یوه میاشت مخکې پر یوټیوپ خپره شوې او تر اوسه پنځه لس زره واره کتل شوې ده. ښاغلی زین خان وایي دا سندره یې د ختیځې موسیقۍ په ریتم په داسې حال کې د رڼا د راتلو په هیله جوړه کړې چې پر وطن یې د اور لمبې خورې دي:

"یو څه وخت مې اسلامي کلتور کې زدکړې کولې او د موسیقۍ څېړنه کې زما نوی بحث دی، په تېره د اسلامي او عرفاني موسیقۍ کې. زموږ ټوله هڅه دا ده چې خلکو ته هیله ورکړو او په شونډو یې موسکا راولو."

عرفاني موسیقي په افغانستان کې اوږده سابقه لري، خو په تېرو څو لسیزو کې یې د بیا غوړېدو امکان له لاسه وتلی.

'موسیقي د هر هېواد د ارزښتونو کشفولو هېنداره ده'

ښاغلی زین خان چې د لوی عارف او شاعر حکیم سنایي غزنوي په ښار غزني کې زیږېدلی، وایي ډېرو یې د هنر هرکلی کړی:

"دودیزه موسیقۍ د هر هېواد د ارزښتونو کشف یوه هېنداره ده، هغه ارزښتونه چې هېر شوي دي او زموږ هویت له الهي هنر سره ریښه لري، چې کله کله هغه ورکوو."

د ښاغلي زین خان د البوم په یوه بله برخه کې سندره ده چې پکې د توندلارۍ او تاوتریخوالو پر ضد یې د زړه خبر کړې.

ښاغلی زین خان وایي ځکه په څو ژبو د سولې او مینې پیغام اوروي چې ټوله نړۍ یې واوري:

"نن چې په ډېری هېوادونو کې جګړه، بدبختي او بربریت دی، لامل یې همدا دی چې موږ خپل ځان هېر کړی دی. خپل اصل مو هېر دی. موږ د یوه ډېر لوی تمدن (اسلام) وارثین یو، له عظمتونو او انسانیت ډک او لوړ دین دی."

ښاغلي زین خان د موسیقۍ په ډګر کې په بهر کې زدکړه کړې او اوس د عرفاني موسیقۍ په ډګر کې دې زدکړو ته دوام ورکوي.

دی په داسې حال کې د تاوتریخوالو پر ضد د هنر له لارې غږ پورته کوي، چې هره ورځ په افغانستان کې تاوتریخوالی د یوشمېر افغانانو ژوند اخلي.