په قطر کې د افغان طالبانو له سیاسي دفتره یو درې کسیز پلاوی له روسي چارواکو سره د افغان سولې د خبرو په اړه د سلا مشورې لپاره مسکو ته رسېدلی دی.‌

که څه هم طالبانو رسماً مسکو ته د خپل پلاوي‌ د تلو خبره نه ده تائید کړې،‌ خو د اسوشیټډ پرېس په ګډون یو شمېر نورو رسنیو مسکو ته د طالب پلاوي د رسېدو خبره کړې ده.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین سرچینو ته ویلي، په پلاوی کې د طالبانو مشر مرکچي شیر محمد عباس ستانکزی،‌ پخپله سهیل شاهین او یو بل مشر هم شامل دي.

په اسلام اباد کې هم یوې باوري سرچینې ویلي چې قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر یو غړي مسکو ته د طالب پلاوي‌ د تللو خبره تائید کړې ده.‌

د رپوټونو له مخې دې پلاوي پرون جمعه د افغانستان لپاره د روسي ولسمشر ولادمیر پوتین له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره هم کتلي دي.

سهیل شاهین سرچینو ته ویلي، له رامنځ ته شوي حالت په اړه به د ده به خبره له خپلو اتحادیانو او ملګرو سره سلا مشورې وکړي.

بل لور ته د قطر په دفتر کې د طالبانو مشر مرکچي شېر محمد عباس ستانکزي د روسیې له (ار ټي) خبري شبکې سره په یوه مرکه کې ویلي، طالبان اوس هم د سولې خبرو ته لېواله دي،‌ خو که امریکا جنګ ته دوام ورکول غواړي نو طالبان سل کاله نور هم جګړه کولی شي.

ښاغلي‌ ستانکزي وویل، امریکایان پخپله اعتراف کوي چې په تېرو اونیو کې یې ګڼ شمېر طالبان وژلي، خو بل لور ته د یوه امریکایي عسکر د وژل کېدو په پلمه د سولې خبرې دروي.

نوموړي وویل، که امریکایان ګڼ شمېر طالبان وژلی شي نو بیا طالبان هم حق لري چې له دوی نه یو دوه کسان ووژني.

د امریکایانو او طالبانو ترمنځ‌ د سولې د خبرو له ناڅاپي ختمېدو نه وروسته دا لومړی ځل دی چې طالب پلاوی له قطر نه بهر یو بل هېواد ته سفر کوي.

د دواړو خواو ترمنځ خبرې له څو میاشتو راهیسې روانې وې، خو د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ تېره شنبه ناڅاپه اعلان وکړ نور له طالبانو سره خبرې نه کوي.

ولسمشر ټرمپ د خبرو ختمولو لامل د هغه امریکایي سرتېري وژنه وبلله چې کابو لس ورځې وړاندې د کابل په ګرین زون کې د طالبانو په یوه برید کې وژل شوی و.‌